نامتو امریکایي سناتور کریس کونز له قطر څخه کانګو ته د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د لېږدولو پر احتمالي پلان سخته نیوکه کړې ده. نوموړي د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه له افغان کډوالو سره یو ډارن خیانت بللی دی.
دغه سناتور ټینګار کړی چې دې افغانانو د شلو کلونو لپاره د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د امریکایي ځواکونو ملاتړ کړی دی. یوه پردي هېواد ته د هغوی لېږل یا بېرته افغانستان ته یې ستنول غیر انساني کار دی.
دمګړۍ د قطر په کمپ کې تر زرو ډېر افغان کډوال چې ښځې، ماشومان او پخواني ژباړونکي په کې شامل دي، بند پاتې دي. د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت ته د دوی سپارل جدي ګواښونه لري.
#افغان\_کډوال #امریکا #بشري\_حقونه
🌐