نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د ډونالډ ټرمپ اداره د افغان کډوالو په اړه پر یوه جنجالي پلان کار کوي. د دې پلان له مخې به په قطر کې مېشت افغان همکاران کانګو جمهوریت ته ولېږدول شي.

د افغان کډوالو ملاتړي بنسټونه وایي چې اوسمهال سلګونه هغه افغانان چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی، له خپلو کورنیو سره په قطر کې بند پاتې دي. په دې کسانو کې لسګونه واړه ماشومان هم شتون لري چې راتلونکی یې ناڅرګند دی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم وو چې د ټرمپ ادارې دې کډوالو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو وړاندیز کړی و. د بشري حقونو مدافعین دا کړنه له هغو افغانانو سره ستر خیانت بولي چې له امریکا سره یې وفاداري کړې ده.

#افغان\_کډوال #نیویارک\_ټایمز #ټرمپ

🌐

Author