د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې په هیواد کې د ترهګرو ډلو پر دوامدار شتون او فعالیت سخته اندیښنه ښودلې ده. هغه په دې سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وکتل.
دې اروپايي استازي په خپلو خبرو کې د امنیتي وضعیت، بشري حقونو او له پاکستان سره د سرحدي شخړو په څیر مهمې مسلې مطرح کړې دي. هغه همدارنګه د ښځو پر زده کړو او کار لګیدلي محدودیتونه د نړیوالو معیارونو خلاف وبلل.
ښاغلي برتران د طالبانو حکومت او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د کمولو غوښتنه وکړه او د ملکیانو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه چې له افغانانو سره به د اروپا بشري مرستې په ورته ډول دوام ولري.
🌐 #اروپايي\_ټولنه #طالبانو\_حکومت #امنیت