سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د سپین بولدک پر پوله د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سخته نښته شوې ده. دا سرحدي شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې یو افغان کارګر ماشوم د پاکستاني ځواکونو له خوا ووژل شو.

د راپورونو له مخې په دې غچ اخیستونکې جګړه کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. دغه راز یو پاکستاني سرتېری نیول شوی او د یوه بل سرتېري مړی د طالبانو د حکومت د ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

دا کړکېچونه په داسې حال کې زیاتیږي چې په چین کې د طالبانو د حکومت د چارواکو او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پاکستان تل ادعا کوي چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمیږي خو کابل دا ادعا ردوي.

#سپین\_بولدک #افغانستان #پاکستان

🌐

Author