د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو دوام ناوړه پایلې لري. افغانستان ښایي تر دوه زره او دیرشم میلادي کال پورې د پنځه ویشت زره ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
دا راپور ښیي چې شاوخوا شل زره ښوونکې او پنځه زره ښځینه روغتیایي کارکوونکې به له سیسټم څخه ووځي. د ښځینه ښوونکو کمښت د نجونو پر زده کړو مستقیمه اغیزه کوي او د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو کمښت په روغتونونو کې روغتیایي خدماتو ته د میندو او ماشومانو لاسرسی محدودوي.
د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونه هر کال د افغانستان ضعیف اقتصاد ته میلیونونه ډالر زیان رسوي. د یونیسف اجرایوي رییسې کترین راسل په دې ټینګار سره چې افغانستان نشي کولی دا مسلکي ځواک له لاسه ورکړي د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې دا محدودیتونه لغوه کړي.
#یونیسف #نجونوزده\_کړه #افغان\_ښځې #بشري\_حقونه
🌐