سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د سپین بولدک ولسوالۍ په ځینو برخو کې جګړه کړې ده. دا نښتې د کندک عبدالله او لقمان په سیمو کې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې شوې وې. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د تېرې شپې د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کړکېچ له تېرو دوو میاشتو راهیسې ډېر شوی او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په دې جګړو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

#طالبان #پاکستان #سرحدي\_نښته #کندهار

🌐

Author