د ملګرو ملتونو پخواني همغږي کوونکي اندریکا راتواته خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ د ساتنې ترټولو پیچلي بحران تجربه کوي. هغه د دې بحران اصلي لامل د طالبانو د حکومت لخوا پر جنسیت ولاړ سخت محدودیتونه بولي چې د ښځو لاسرسی یې محدود کړی دی.

پر دې ننګونو سربیره افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه د ملیونونو افغان کډوالو د ستنیدو شاهد دی چې پر عامه خدماتو یې ډیر فشار راوړی دی. ډیری دا کسان له معتبرو اسنادو پرته او په جبري توګه سرحدي ولایتونو او لویو ښارونو ته داخل شوي دي.

د دې مسایلو ترڅنګ اقلیمي بحرانونو لکه وچکالۍ او سیلابونو هم د خلکو د ژوند شرایط ډیر ستونزمن کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې بحران ځواب ورکول یوې ستراتیژیکې تګلارې او څو کلن نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

#افغانستان #ملګري\_ملتونه #بشري\_حقوق #بحران

🌐

Author