د امریکا د استازو جرګې غړي جیسون کرو ویلي دي چې امریکایان په افغانستان او عراق کې له درنو تلفاتو وروسته په منځني ختیځ کې د بلې جګړې پلویان نه دي. هغه ټینګار وکړ چې خلک اوس مهال ارزانه خواړه او ښه روغتیايي خدمتونه غواړي.
نوموړي د ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه چې له ایران سره د جګړې لپاره یې کوم روښانه هدف نه دی ټاکلی. هغه زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ډېر زیان عادي خلکو لیدلی دی او له همدې امله د نوې جګړې ملاتړ نه کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په اګست دوه زره او یو ویشتم کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل لا هم له سختو نیوکو سره مخ دي. ډونالډ ټرمپ دا وتل شرموونکي بللي او د بګرام اډې د بېرته نیولو غوښتنه یې کړې ده.
#امریکا #منځنی\_ختیځ #افغانستان
🌐