د ایران د کور جوړونې بنسټ اعلان کړی چې د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې ویجاړ شوي شاوخوا اوه دیرش زره کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې بېرته رغولي دي. دا خبر د مهر نیمه رسمي خبري اژانس لخوا خپور شوی دی.

په ورته وخت کې ایران د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانستلو لپاره د پاکستان له لارې واشنګټن ته نوی وړاندیز استولی دی. سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا ولسمشر پر دې وړاندیز غور کوي خو لا کومه هوکړه نه ده شوې.

بل لور ته ډونالډ ټرمپ په هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره د نوي سمندري ماموریت امر کړی دی. خو د ایران د پارلمان استازو خبرداری ورکړی چې په دې اوبو کې د امریکا هر ډول لاسوهنه به د اوربند ماتول وګڼل شي.

#ایران #منځنی\_ختیځ #امریکا

🌐

Author