د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د یونیسف وروستي خبرداري ورکوونکي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو د حکومت دوام د هېواد راتلونکی په هر اړخیزه توګه له جدي ګواښ سره مخ کوي. یاد ګوند اوسنی وضعیت خورا اندېښمنوونکی بللی دی.

دې اپوزیسیون ګوند ټینګار کړی چې د طالبانو له منګولو څخه د افغانستان ژغورل یو ګډ ملي او نړیوال مسؤلیت دی. یونیسف په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښځو پر زده کړو او کار پراخو بندیزونو د هېواد اقتصاد او بنسټیز خدمتونه په کلکه زیانمن کړي دي. جمعیت اسلامي د دې راپور هرکلی کړی او دا یې د اوسني حکومت د خطرونو په رابرسېره کولو کې یو مهم ګام بللی دی.

#یونیسف #ښځینه\_حقوق #افغانستان

🌐

Author