د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ د میندو او نوي زیږیدلو ماشومانو د ژغورلو ترټولو اغیزمنه لار ده. دا بنسټ ټینګار کوي چې دا ډول ملاتړ طبي پاملرنې ته لاسرسی زیاتوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د نړیوالو بودیجو کمښت د افغان میندو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. په بیلابیلو ولایتونو کې په میلیونونو کسان چې ډیری یې ښځې دي روغتونونو او حیاتي روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نلري.
په لیرې پرتو سیمو کې د سلګونو روغتیایی مرکزونو تړل کیدو درملنې بحران لا پسې ژور کړی دی. نړیوالو راپورونو هم تایید کړې چې د بهرنیو مرستو بندیدل په هیواد کې د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي لامل شوی دی.
🌐
#قابله #روغتیا #افغان\_ښځې #روغتون