سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په بلخ ولایت کې یو افغان کارګر د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی. دا کس چې آغا نیاز نومیده د دوشنبې په ورځ د شورتپې په ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو.

راپورونه وايي چې یاد کس د قوش تیپې کانال په پروژه کې کار کاوه او د کورنۍ د لیدو لپاره کور ته راغلی و. نوموړی هغه مهال د وسله والو تر برید لاندې راغی چې د خپلو څارویو په څرولو بوخت و.

د دې وژنې انګیزه لا هم روښانه نه ده او د طالبانو حکومت چارواکو پدې اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې هدفي وژنو او د ځوانانو مرموزو مرګونو د افغان کورنیو ترمنځ ژورې اندیښنې راپارولي دي.

🌐

#بلخ #امنیت #افغانستان #بشري\_حقونه

Author