د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي چې د افغان نجونو د زده کړو له حق څخه د نارینه وو ملاتړ د هېواد د راتلونکي لپاره خورا حیاتي دی. هغه دا څرګندونې د مطیع الله ویسا د جایزې ګټلو په مناسبت کړې دي.
ریچارډ لنډسي مطیع الله ویسا ته د سږني کال د ازادۍ جایزې د ګټلو مبارکي وویله او د هغه زړورتیا یې وستاینه. هغه ټینګار وکړ چې دا جایزه د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه د افغان نارینه وو ملاتړ ښیي.
د قلم لارې ټولنې بنسټ ایښودونکی مطیع الله ویسا، د نړۍ د زرګونو ځوانانو په رایو سره د فرانسې دا معتبره جایزه وګټله. هغه له کلونو راهیسې د ډېرو ننګونو سره سره په لیرې پرتو سیمو کې د زده کړو لپاره مبارزه کړې ده.
#افغانستان #زده\_کړې #بشري\_حقونه
🌐