د قرغزستان چارواکو اعلان کړی چې د کاسا زر سیمه ایز بریښنا لیږد په لویه پروژه کې یې د خپلې برخې رغنیزې چارې بشپړې کړې دي. تاجکستان او پاکستان هم خپلې اړوندې برخې بشپړې کړې دي خو د دې پروژې وروستی پرمختګ اوس په بشپړ ډول د افغانستان د برخې په بشپړیدو پورې تړلی دی.

په افغانستان کې د دې مهمې پروژې چارې د دوه زره یو ویشتم میلادي کال په اګست میاشت کې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته ودرول شوې. خو دا بهیر له یوه اوږد ځنډ او د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کولو وروسته د دوه زره څلورویشتم میلادي کال په وروستیو کې بیا پیل شو.

د کاسا زر پروژه چې له یو میلیارد ډالرو ډیر لګښت پرې راځي د لوړ ولتاژ بریښنا لیږدولو د یوې کرښې د جوړولو په هدف پیل شوې ده. ټاکل شوې ده چې د دوه زره اووه ویشتم میلادي کال تر پایه د افغانستان د برخې په بشپړیدو سره د دې کرښې د بشپړ فعالیت زمینه برابره شي.

#افغانستان #کاسا\_زر #بریښنا #اقتصاد

🌐

Author