په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې ده چې د مشهور محلي سندرغاړي عبدالسلام مفتون مېرمن لیلما د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري وژل شوې ده. دا ټکان ورکوونکې پېښه د پنجشنبې په سهار د اشکاشم په ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د سیمې اوسېدونکو کې یې سخته اندېښنه راپورته کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ، دې مېرمنې د اشکاشم په محلي بازار کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي رستورانت مالکیت درلود او د کار پر لوري د تګ پر مهال په نښه شوه. تر اوسه د دې وژنې اصلي لامل نه دی روښانه او د طالبانو حکومت چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري هدفي وژنې او د هېوادوالو په نښه کول په بې ساري ډول زیات شوي دي. په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، کابل او هرات ولایتونو کې هم ورته څو پېښې ثبت شوې دي چې عامه امنیت په کلکه ګواښي.
#بدخشان #افغان\_ښځې #سلام\_مفتون #امنیت
🌐