په کاپیسا ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سختو اورښتونو او ږلۍ له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور سخت ټپیان دي. دا طبیعي پیښه د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، دې اورښتونو په بېلابېلو کلیو کې د استوګنې څو کورونه هم ویجاړ کړي دي. د دې ترڅنګ د سختې ږلۍ او سیلابونو له امله لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د میوو بڼونه هم په جدي توګه زیانمن شوي دي.
سیمه ییز مسوولین وايي چې د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د اورښت لړۍ روانه وه خو د ځاني زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
#کاپیسا #افغانستان #سیلاب #اورښت
🌐