په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت په خجند ښار کې د یوه افغان وګړي له خوا د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې ټینګار وکړ چې جرمونه باید په انفرادي توګه وڅیړل شي. دغه سفارت له تاجیکي چارواکو وغوښتل چې د یوه کس کړنې دې ټولې افغان کډوالې ټولنې ته نه منسوبوي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه رسمي لیک کې افغان سفارت دغه پیښه خواشینونکې وبلله او د قوانینو پر بنسټ یې پر عادلانه چلند ټینګار وکړ. دې بنسټ همدارنګه د ګډو کورنیو او هغو میرمنو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه وکړه چې له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په تمه دي.
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې له تاجیکستان څخه د امنیتي اندیښنو له امله د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. سره له دې افغان دیپلوماتان د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې د محصلینو رول مهم بولي.
#تاجیکستان #افغان\_کډوال #سفارت
🌐