په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره سرحدي او امنیتي تاوتریخوالی ارام شوی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې به د لا زیاتو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر لور لاړې شي.

دغه پاکستاني دیپلومات له روسي رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې هیواد یې هیڅکله د افغانستان په خاوره کې د پوځي بریدونو ترسره کولو لیوالتیا نه درلوده. خو هغه تېر اقدامات د امنیتي ګواښونو پر وړاندې یو اړین غبرګون او د خپلو وګړو د ساتنې لپاره وبلل.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې پاکستان پر هوایي بریدونو تورن کړی و چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شول. بیا هم پاکستاني سفیر د اړیکو د ښه والي لپاره پر تاریخي مشترکاتو ټینګار کوي.

#پاکستان #افغانستان #سیمه\_ییز\_امنیت

🌐

Author