د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي چې په ایران کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال د ایران او اسراییل د جګړې هېر شوي قربانیان دي. هغه زیاته کړه چې ډېری کډوالو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا په ایران کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي دي. له همدې امله ډېری افغان کورنۍ اړ شوي چې خپل خواړه کم کړي او د ژوند تېرولو لپاره پورونه واخلي. د ناروې د کډوالو شورا مرستې کړي خو اوس له مالي کمښت سره مخ ده.

دې بنسټ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د نشتوالي په صورت کې به یې بیړنۍ مرستې تر یوې میاشتې پورې پای ته ورسیږي. په ورته وخت کې په ایران کې افغان کډوال د بېکارۍ او د جګړې د وضعیت له امله ډېر اندېښمن دي.

🌐

#افغان\_کډوال #ایران #جګړه #بحران

Author