د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه نوې اصولنامه کې د ماشومانو نکاح په ځینو مواردو کې سمه بللې ده. خو په دې سند کې راغلي چې ماشوم د بلوغ سن ته له رسیدو وروسته کولای شي د محکمې په حکم دا واده فسخ کړي.

دا یو دیرش ماده ییز سند په بیلابیلو شرایطو کې د ښځې او خاوند د جلا کیدو موضوع ته کتنه کړې ده. د دې اصولنامې له مخې که ماشوم له نامناسب کس سره یا په غیرعادلانه مهر واده شي دا نکاح باطله ده خو فسخ کول یې یوازې د قاضي په حکم شوني دي.

د دې اصولنامې خپریدل په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو حکومت پر افغان میرمنو پراخ محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو تل دا محدودیتونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

#ښځې #بشري\_حقونه #افغانستان #ماشومان

🌐

Author