د روان کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې پیل شو په داسې حال کې چې افغان نجونې د څلورم پرله پسې کال لپاره له دې ازموینې بې برخې پاتې شوې. د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې دا بهیر به تر شنبې ورځې دوام وکړي.
د دې سیالۍ لومړی پړاو د هرات بادغیس پروان او څو نورو ولایتونو په ګډون ترسره کیږي. ټاکل شوې چې روان کال شاوخوا سل او شل زره زده کوونکي په دې ازموینه کې برخه واخلي چې له دې ډلې به څه باندې سل او یوولس زره کسان د لوړو زده کړو په بنسټونو کې جذب شي.
د پوهنتون له کانکور ازموینې څخه د نجونو ایستلو پراخ غبرګونونه پارولي دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د زده کړو بندیز تر دې دمه له یو میلیون زیاتې نجونې اغیزمنې کړي او دا شمیر به په راتلونکو کلونو کې په چټکۍ سره لوړ شي.
#زده\_کړې #ښځې #افغانستان #پوهنتون
🌐