د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند تړون د پنځه څلوېښت نورو ورځو لپاره غځول شوی دی. دا پرېکړه د امریکا په منځګړیتوب د دوو ورځو رغنده خبرو اترو وروسته شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله ښودلې چې دا مذاکرات به د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي. ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د امنیت او سیاست په برخو کې نورې ناستې هم پیل شي.
په ورته وخت کې، د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل په هوایي برید کې د صور په ښار کې یو روغتیایي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. په دې برید کې د هیرام روغتون شپږ کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
🌐 #اسرائیل #لبنان #اوربند #منځنی\_ختیځ