په بدخشان ولایت کې د کانونو رئیس عبدالمتین رحیم زي شکي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت سیمه ییزو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د کانونو د استخراج په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه په کلکه له وسله والو وغوښتل چې خپل حد وپیژني او له امر څخه سرغړونه ونه کړي.

دا خبرداری په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر د شخړو له زیاتیدو وروسته ورکول کیږي. د چارواکو په وینا، په یو شمیر ولسوالیو کې غیر مسؤلو وسله والو کسانو کانونه غصب کړي او له دې وروسته بل هیڅ بنسټ د مداخلې حق نه لري.

د طالبانو حکومت саر ته د کانونو پخوانی رئیس له دندې ګوښه کړی دی. سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د سرو زرو د کانونو پر سر وروستیو نښتو د استخراج چارې درولي او تر اوسه پکې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

#افغانستان #بدخشان #کانونه

🌐

Author