د کندهار ولایت په ارغنداب او میوند ولسوالیو کې د سختو طوفانونو او د تالندې د لګېدو له امله د یوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دې طبیعي پېښو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ د دې تراجیدۍ پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه میوند ولسوالۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده. تېره ورځ هم د سخت باد له امله د لمریزې برېښنا د یوې هېندارې د غورځېدو له امله یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوه.
له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد ډېری سویلي ولایتونه د سختو بارانونو او بریښنا شاهدان دي. دې طوفانونو نه یوازې په روزګان او هلمند کې د خلکو کورونو ته زیان رسولی، بلکې د کجکي بند د ډکېدو لامل هم شوي دي.
#کندهار #طوفان #طبیعي\_پېښې #افغانستان
🌐