په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې وسله وال غله د شپې له خوا د خواجه محمد تقي سوداګریز مرکز ته ننوتلي او پراخه غلا یې کړې ده. دې کسانو لومړی ساتونکی تړلی او امنیتي کمرې یې ماتې کړې دي.
راپورونه ښیي چې غلو څو ساعته په دې لوی مرکز کې تېر کړي او د اتو هټیو شتمنۍ یې لوټ کړې دي. له دې مارکېټ څخه، چې د خوراکي توکو یو له سترو عمده پلورنځیو څخه دی، ډېر نغدې پیسې وړل شوې دي.
دا سوداګریز مرکز د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ ته په ډېر نږدې واټن کې موقعیت لري. تر اوسه د غلا شویو پیسو کره کچه او د غلو هویت نه دی په ډاګه شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
#هرات #غلا #امنیت
🌐