د افغان کډوالو ښځو د کرکټ لوبډله نړیوالو لوبو ته د ستنېدو په موخه په یوه رسمي سفر بریتانیا ته تللې ده. دا سفر د دې تکړه ورزشکارانو د مسلکي ژوند د بیا رغولو لپاره یو طلایي فرصت ګڼل کېږي.
د دې لوبډلې ډېری لوبغاړې د طالبانو د حکومت له راتګ او د سختو محدودیتونو له لګولو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړې شوې. په دې سفر کې د شل اوریزو لوبو ترڅنګ روزنیز کمپونه هم شامل دي چې د انګلستان د کرکټ بورډ لخوا تنظیم شوي دي.
ټاکل شوې چې دا ښځینه ورزشکارانې به د لندن په لارډز لوبغالي کې د نړیوال جام د پایلوبې پر مهال هم شتون ولري. ورزشي بنسټونه دا ګام د ښځو د حقونو ملاتړ او په نړیواله ټولنه کې د ګډون یو روښانه پیغام بولي.
#افغان\_ښځی #کرکټ #ورزش
🌐