په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو د دولتیار ولسوالۍ څخه لږ تر لږه دېرش کسان نیولي دي. دا کسان په ناڅاپي ډول نیول شوي او یوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي چې دې ځواکونو په ورته وخت کې د یوه پخواني قوماندان پر کور هم چاپه وهلې او د هغه پنځه تنه خپلوان یې هم له ځانه سره بیولي دي. دې پراخو نیونو د سیمې د اوسېدونکو په منځ کې د اندېښنې څپه راپورته کړې ده.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې پر دې کسانو له مخالفو ډلو سره د اړیکو او سیاسي فعالیتونو تور پورې شوی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې نیونو او د بندیانو د اوسني وضعیت په اړه هېڅ ډول رسمي څرګندونې نه دي کړې.
#غور\_ولایت #طالبان #بشری\_حقونه
🌐