یوه جګپوړي روسي څیړونکي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین خرابیدل کولی شي په ټولنه کې د افراطیت پراختیا ته لاره هواره کړي. د هغه په وینا بې وزلي او د خوړو نه خوندیتوب له سخت دریځو ډلو سره د خلکو د یوځای کیدو اصلي لامل دی.

ایلیا زیمین ټینګار کړی چې له افغانستان سره د روسیې د مرستو دوام د لا زیاتې بې ثباتۍ د مخنیوي او په سیمه کې د امنیتي ګواښونو د کابو کولو لپاره اړین دی. مسکو په دې باور دی چې د دې ناورین د حل لپاره د طالبانو حکومت سره تعامل اړین دی.

د راپورونو له مخې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ د پام وړ وده کړې خو د افغانانو په خاوره کې د زرګونو بهرنیو جنګیالیو د شتون په اړه اندیښنې لا هم پر ځای دي. روسیه د اوسني بحران د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږې همکارۍ ټینګار کوي.

🌐 #افغانستان #روسیه #بشري\_ناورین #امنیت

Author