په کابل کې د طالبانو د حکومت ۳۱۳ مرکزي قول اردو خبر ورکړی چې په سروبي سیند کې د دوو ورک شویو موټرو له ډلې څخه یو موټر او یو جسد موندل شوی دی. دا پېښه د کابل او جلال اباد پر لویه لار شوې ده.
تېره اونۍ دوه فیلډر او اکوا ډوله موټرونه له اتو سپرلۍ سره له سړک څخه واوښتل او سیند ته ولوېدل. په دې سپرلۍ کې دوه سړي، دوه ښځې او څلور ماشومان شامل وو. پرون فیلډر موټر او د یوې ښځې جسد وموندل شو.
دوهم موټر او نور جسدونه لا هم ورک دي او د موندلو هڅې یې روانې دي. افغان ښاریان د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغه راز ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بولي.
#سروبي #ترافیکي\_پېښه #افغانستان
🌐