د ایران د روغتیا بیمې عمومي مدیر محمد مهدي ناصحي ویلي چې د افغان کډوالو د روغتیا بیمې حق د ایرانیانو په پرتله اتیا سلنه ډېر دی. دا لوړه بیه د هغو کډوالو لپاره ده چې د آمایش کارتونه لري او په ایران کې قانوني ژوند کوي.
هغه دا هم ټینګار کړی چې په ایران کې د قانوني کډوالو د استوګنې تمدید د روغتیا بیمې د پیسو ورکولو پورې تړلی دی. د آمایش کارت ټول لرونکي باید د روغتیا بیمې تر پوښښ لاندې وي ترڅو وکولی شي خپل قانوني استوګنځی وساتي.
اوس مهال تر سل زره کم افغان کډوال د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د زیان منونکو اقشارو د بیمې تر پوښښ لاندې دي. د ایران دا نوې پرېکړه به پر افغان کډوالو اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.
#افغان\_کډوال #ایران #روغتیا\_بیمه
🌐