کرت ټاپو ته د کډوالو د ورتګ له ډېرېدو وروسته د یونان حکومت د مهاجرت د سختو تګلارو او د نویو مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی. د دې هېواد د مهاجرت وزیر خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي نو ډېر سخت اقدامات به ترسره شي.

یوناني چارواکي وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له شپږ سوه ډېر کډوال دې ټاپو ته رسېدلي دي، چې دې شمېرې جدي اندېښنې راپارولې دي. حکومت غواړي د پناه غوښتنې د څېړلو بهیر چټک کړي او هغه کسان ژر وباسي چې د پناه شرایط نه پوره کوي.

یونان اندېښمن دی چې بیا د تېرو کلونو په څېر د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، هغه مهال چې سلګونه زره افغان او نور کډوال اروپا ته ننوتل. له لیبیا څخه یونان ته د کډوالۍ نوې لار اوس ډېره فعاله شوې ده.

#یونان #کډوال #پناه\_غوښتونکی

🌐

Author