د بښنې نړیوال سازمان د فاطمې اوزګون نصرت هڅې ستایلي چې د افغان نجونو لپاره یې د به دخت په نوم یوه انلاین اکاډمي جوړه کړې ده. دغه بنسټ وایي چې دې اکاډمۍ د هغو نجونو لپاره د زده کړې هیلې ژوندۍ ساتلي چې له تعلیم څخه بې برخې دي.
فاطمې چې د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې هم له زده کړو بې برخې شوې وه، دا پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې یوازې له پنځو زده کوونکو سره پیل کړ. اوسمهال د بېلابېلو ولایتونو څه باندې ۲۰۰ نجونې په وړیا توګه د ښوونځي مضامین او کمپیوټر زده کوي.
د اقتصادي ستونزو او کمزوري انټرنیټ سره سره، دا اکاډمي د زده کوونکو هویت پټ ساتي ترڅو یې امنیت خوندي وي. د بښنې سازمان ټینګار کړی چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د ښځو پر تعلیم یې بندیز لګولی دی.
#افغان\_نجونې #زده\_کړه #افغانستان
🌐