بزنس ریکارډر ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان سوداګري د پاکستان سره د پولو تړل کیدو او په منځني ختیځ کې د شخړو له امله له لویو ننګونو سره مخ ده. په تیرو اوو میاشتو کې دغو بحرانونو هیواد ته شاوخوا یو میلیارد او څلور سوه او پنځوس میلیون ډالره زیان اړولی دی.

د راپور پر بنسټ افغانستان یوازې د صادراتو او ترانزیتي عوایدو په برخه کې شاوخوا اته سوه او پنځوس میلیون ډالره زیان کړی دی. د دې تر څنګ د منځني ختیځ شخړو او د لوژستیکي لګښتونو لوړیدو له امله شپږ سوه میلیون ډالره نور زیان هم اوښتی دی چې دا ډیره لویه اندیښنه ده.

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ سیاسي کړکیچ سیمه ییز اقتصاد سخت ځپلی دی. زرګونه ترانزیتي کانټینرونه په پولو کې بند پاتې دي او د ټرانسپورټ شرکتونه زیانمن شوي دي. که څه هم د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځله خبرې شوي خو تر اوسه کومه دایمي پایله نه ده ترلاسه شوې.

#اقتصاد #افغانستان #پاکستان

🌐

Author