د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې له ایران سره خبرې اترې ځنډیدلي دي. نوموړي دغه رسنیز راپورونه جعلي، ناسم او ګمراه کوونکي بللي دي. ټرمپ ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ مذاکرات په پرله پسې ډول روان دي.
هغه پخپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې دا خبرې په دوامداره توګه پر مخ ځي خو وروستۍ پایله یې لا څرګنده نه ده. ټرمپ همداراز ویلي چې ایراني چارواکو ته یې پیغام ورکړی ترڅو هر څومره ژر چې کیږي یوې وروستۍ او پایدارې هوکړې ته ورسیږي.
تر دې وړاندې رسنیو د دې مذاکراتو د دریدو خبر ورکړی و. بل پلو د ایران لوړ پوړي چارواکي محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې که پر لبنان د اسراییلو بریدونه ونه درول شي نو تهران به له واشنګټن سره د خبرو بهیر په بشپړه توګه وځنډوي.
#ایران #امریکا #ټرمپ
🌐