د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی دی چې د لوکزامبورګ هیواد د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د درې سوه زره یورو مرسته کړې ده. دا پیسې د شاوخوا درې سوه او درې څلویښت زره امریکايي ډالرو سره برابرې دي چې د مرستې رسونې لپاره ځانګړې شوي دي.

دې نړیوال بنسټ د دې مالي ملاتړ د ستاینې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې د لوکزامبورګ دا مرستې به په افغانستان کې زیانمنونکو او اړمنو ټولنو ته ورسیږي. د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې په اوسنیو کړکیچنو شرایطو کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره دا ډول مرستې خورا اړینې دي.

دا مالي مرسته په داسې حال کې کیږي چې مرستندویه بنسټونو تل د ملیونونو اړمنو افغانانو د ستونزو د حل لپاره د بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی دی. د نړیوالو مرستو کمیدل د خوړو او څښاک اوبو په څیر د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د سازمانونو وړتیاوې ننګولي دي.

#مرستې #افغانستان #لوکزامبورګ #ملګري\_ملتونه

🌐

Author