په اسلامي نړۍ کې یو له مهمو بحثونو څخه دا دی چې آیا د «اسلامي امارت»، «اسلامي جمهوریت»، «اسلامي خلافت» یا هر هغه بل نظام چې د اسلام نوم ورسره وي، په رښتیا هم د قرآن پر بنسټ ولاړ دي که نه؟

ډېری مسلمانان داسې انګېري چې قرآن د حکومت یو ځانګړی ماډل ټاکلی دی. خو کله چې موږ قرآن په ځیر سره لولو، متوجه کېږو چې په هیڅ یو آیت کې د اسلامي امارت، اسلامي جمهوریت، اسلامي سلطنت یا د حکومت د کوم بل ځانګړي شکل نوم نه دی اخیستل شوی. هغه څه چې قرآن پرې ټینګار کوي، هغه اصول او ارزښتونه دي چې باید د ټولنې په اداره کولو کې مراعات شي.

قرآن د عدالت، مشورې، امانتدارۍ، د خلکو د حقونو رعایتولو او له فساد سره د مبارزې په اړه خبرې کوي؛ خو هیڅکله یې یو ځانګړی سیاسي جوړښت د یوازیني مشروع نظام په توګه نه دی معرفي کړی.

خدای تعالی په قرآن کې فرمایي:

«وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ»؛ یعنې د دوی (مسلمانانو) چارې په خپلو کې په مشوره ترسره کېږي.

دا آیت ښيي چې په پرېکړو کې د خلکو ګډون اهمیت لري، خو دا نه واضح کوي چې دا ګډون باید د امارت په چوکاټ کې وي که د جمهوریت.

حتی د اسلام د ستر پیغمبر له وفات وروسته هم مسلمانان د حکومت د ادارې پر څرنګوالي یوه خوله نه وو. ابوبکر صدیق په یوه طریقه غوره شو، عمر فاروق په بله، عثمان غني د شورا له لارې وټاکل شو او علي کرم الله وجهه په متفاوتو شرایطو کې واک ته ورسېد. دا توپیرونه ښيي چې حتی د اسلامي تاریخ په پیل کې هم د حکومت کوم ثابت او نه بدلېدونکی ماډل شتون نه درلود.

خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده: که حکومت باید اسلامي وي، نو د اسلام کوم تفسیر به یې بنسټ وي؟

په افغانستان کې میلونونه مسلمانان له دین څخه د متفاوتو اخیستنو (برداشتونو) سره ژوند کوي. سني، شیعه، اسماعیلي او نورې مذهبي ډلې هر یو خپل ځانګړي تفسیرونه لري. سربېره پر دې، د افغانستان په اوږده تاریخ کې زموږ هندو او سیک هېوادوال هم د دې ټولنې برخه پاتې شوي دي. که دولت د یوې مذهبي ډلې د تفسیر پر بنسټ اداره شي، نو د هغو کسانو حقونه به څنګه تضمین شي چې په دغه تفسیر باور نه لري؟

دولت د ټولو اتباعو پورې اړه لري، نه یوازې د یو مذهب یا د دین د یو ځانګړي تفسیر د پیروانو. د دولت دنده د امنیت، عدالت، زده کړې، عامه خدماتو چمتو کول او د ټولو خلکو د حقونو ساتل دي. کله چې دین په دولتي قانون بدل شي، دا خطر رامنځته کېږي چې د اتباعو حقونه د هغوی د مذهبي عقایدو پر بنسټ تعریف شي، نه د هغوی د انساني او تبعه توب د حقونو پر بنسټ.

د نړۍ تاریخ د دې تجربې ډېرې بیلګې لري. په اروپا کې، هغه وخت چې کلیسا او پاپ پراخ سیاسي قدرت درلود، له حکومت سره مخالفت ډېری وخت له دین سره د مخالفت په مانا ګڼل کېده. ډېر پوهان تر فشار لاندې راغلل، د بیان آزادي محدوده شوه او د مسیحیانو ترمنځ خونړۍ مذهبي جګړې وشوې. وروسته اروپایي ټولنې دې پایلې ته ورسېدې چې دین او دولت باید له یو بل څخه جلا وي، ترڅو هم دین د سیاسي ناوړه استفادې څخه خوندي پاتې شي او هم د اتباعو حقونه وساتل شي.

علمي پرمختګ، مدني آزادۍ، اقتصادي پراختیا او د مختلفو ادیانو د پیروانو ترمنځ سوله ییز ژوند په اروپا کې هغه وخت ګړندی شو چې دولتونو ځانونه د یو ځانګړي مذهب استازي ونه ګڼل او قانون یې د تبعه توب د حقونو (Citizenship Rights) پر بنسټ جوړ کړ.

د دولت څخه د دین جلاوالی له دین سره د دښمنۍ په مانا نه دی. برعکس، دا اصل له دین څخه ساتنه کوي. کله چې دین د سیاسي قدرت په وسیله بدل شي، د حکومت تېروتنې د دین په نوم لیکل کېږي او د خلکو ایمان ته زیان رسېږي. خو کله چې دین په خپل معنوي ځایګي کې پاتې شي، خلک په خپله خوښه او باور ورته راماتېږي، نه د قانون له جبره.

که یو څوک مسلمان وي، باید حق ولري چې په آزاده توګه خپلې عقیدې پالي. که یو څوک هندو، سیک یا د بلې هرې عقیدې خاوند وي، هغه هم باید له ورته حقونو برخمن وي. عدالت هغه وخت مانا پیدا کوي چې قانون د اتباعو ترمنځ توپیر ونه کړي.

شاید د حکومتونو لپاره د قرآن تر ټولو لوی درس دا وي چې عدالت د حکومت تر نوم مهم دی. هغه حکومت چې آزادي، انساني کرامت، عدالت، ځواب وینه او د اتباعو مساوي حقونه تأمین کړي، د قرآن د لارښوونو روح ته تر هغه حکومت نږدې دی چې یوازې د اسلام نوم ورسره وي خو د خلکو د یوې برخې حقونه تر پښو لاندې کوي.

راتلونکی افغانستان داسې یوه دولت ته اړتیا لري چې د ټولو افغانانو وي؛ داسې یو دولت چې مسلمان، هندو، سیک، ښځه، سړی، تاجک، پښتون، هزاره، ازبک او ټول اتباع پکې د برابرۍ احساس وکړي. داسې یو دولت نه له خلکو دین اخلي او نه دین د واک په وسیله بدلوي؛ بلکې ټولو ته اجازه ورکوي چې په آزاده توګه باور ولري او یو د بل ترڅنګ ژوند وکړي.

ښایي وخت رارسېدلی وي چې د حکومت پر نوم د بحث پر ځای، د عدالت، آزادۍ، انساني کرامت او د ټولو اتباعو د برابرو حقونو په اړه خبرې وکړو؛ هغه ارزښتونه چې هم له عقل سره سمون لري او هم د قرآن له انساني پیغامونو سره.

نور وجوهات

Author