په تهران کې د طالبانو د حکومت سفارت اعلان کړی چې له څلور سوه څخه ډیر افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي. دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د لیږد د یوولسم پړاو لومړۍ برخه ده چې د قضایي چارواکو په شتون کې ترسره شوه.

د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ د قونسلي او قضایي هوکړه لیکونو پر بنسټ، دا بندیان به د خپل حبس پاتې موده په هیواد دننه تیروي. تمه کیږي چې دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي ترڅو نور بندیان هم هیواد ته راستانه شي.

په تیرو کلونو کې زرګونه افغانان د غیر قانوني استوګنې او نورو جرمونو له امله د ایران په زندانونو کې ساتل کیدل. د طالبانو د حکومت چارواکو له واک ته رسیدو وروسته څو ځله هڅه کړې چې د دې کسانو د لیږد بهیر نور هم چټک کړي.

#افغانستان #ایران #بندیان

🌐

Author