د طالبانو د حکومت دفاع وزارت اعلان کړی چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د داعش ډلې پر مرکزونو هوایی بریدونه کړي دي. دغه وزارت ادعا کوی چې دا مرکزونه په افغانستان کې د بریدونو پلانولو لپاره کارول کیدل او اوس په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا بریدونه د بلوچستان ایالت په ګلستان او په خیبر پښتونخوا کې د قمبرخیل په سیمو کې ترسره شوي دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې په دې پوځي عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې مهم مشران وژل شوي او د هغوی پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

د سیمې هیوادونو او ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه اندیښنه ښودلې وه. خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د دې ډلې اصلي اډې د پاکستان په خاوره کې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

🌐 #داعش #افغانستان #پاکستان #طالبان

Author