په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوې ده. دې بوږنوونکې پېښې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ سخته اندېښنه راپارولې ده.
د سرچینو په وینا دا وژونکې برید د یکشنبې په شپه د جوزا په یو دېرشمه نېټه د سره رود د شیخ مصري په سیمه کې د هغې په خپل کور کې دننه رامنځته شوی دی. د وژل شوې مېرمنې نوم ګلالۍ و او اصلي د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکې وه.
تر اوسه د دې وژنې اصلي انګېزه څرګنده نه ده او د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. هدفي وژنو په وروستیو میاشتو کې په ټوله سیمه کې جدي امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.
🌐
#ننګرهار #امنیت #ښځینه\_ډاکټره #افغانستان