الهه احرار چې یوه افغانه میرمن ده په رسمي ډول د امریکا د استازو مجلس په ټاکنو کې د ویرجینیا ایالت څخه ځان کاندید کړ. هغه د یوې خپلواکې کاندیدې په توګه پدې سیالیو کې برخه اخلي.

دې افغانې میرمنې ویلي چې د هغې هدف د عدالت پراخول اقتصادي فرصتونه رامینځته کول او د ښوونې سیسټم ښه کول دي. د امریکا منځمهاله ټاکنې به د نومبر په میاشت کې ترسره شي.

الهه په کابل کې زیږیدلې او تر دې وړاندې د یوې تکړه شاعرې او د بشري حقونو فعالې په توګه پیژندل کیده. په بهر کې د افغان کډوالو میرمنو بریاوې تل هیله بخښونکې دي.

🌐 #افغانستان #امریکا #میرمنې #ټاکنې #کډوال

Author