د حکومت طالبان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په تهران کې د بنګله دیش د پارلمان له رییس حافظ الدین احمد سره وکتل. د دوی د خبرو اصلي تمرکز د افغانستان او بنګله دیش تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو باندې و.
په دې لیدنه کې متقي د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز فرصتونه مهم وبلل او د اقتصادي ودې لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. د بنګله دیش د پارلمان رییس هم د افغانستان له بیارغونې سره هم مهاله د سوداګرۍ پراختیا یو ارزښتناک فرصت وباله.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې له پاکستان سره د وروستیو تاوتریخوالو له امله سوداګریزې لارې تړل شوې دي. حکومت طالبان اوس هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا او سیمې له نورو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
#افغانستان #بنګله\_دیش #سوداګري #اقتصاد
🌐