د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت طالبان څخه غوښتي چې د تمدن تلویزیون مسؤل مدیر او همکار یې سمدستي خوشې کړي. دې بنسټ ټینګار کړی چې محمد رحمتي او محمد رضا احساني باید له کوم شرط پرته خوشې شي او د دې رسنۍ ضبط شوي تجهیزات بیرته ورکړل شي.

د راپورونو پر بنسټ د ښاغلي رحمتي روغتیایي وضعیت د توقیف پر مهال د خرابیدو په حال کې دی. هغه د زړه ناروغۍ شکرې او د وینې له لوړ فشار څخه رنځ وړي او په زندان کې د یوه ناروغ خبریال ساتل د بشري حقونو او رسنیزو اصولو جدي سرغړونه ګڼل کیږي.

دا دوه رسنیز فعالان شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د تمدن تلویزیون د خپرونو له درولو وروسته د خبرو اترو په پلمه احضار او بیا ونیول شول. د رسنیو ملاتړي بنسټونه خبرداری ورکوي چې د خبریالانو پرله پسې نیول به په افغانستان کې د ویرې او سانسور فضا نوره هم پراخه کړي.

#افغانستان #خبریالان #بیان\_ازادي #بشري\_حقونه

🌐

Author