د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییزې دفتر له مشرې سره په لیدنه کې پر روغتیایي همکاریو ټینګار وکړ. هغه وغوښتل چې د بشري خدمتونو وړاندې کول باید په هیڅ صورت کې تر سیاسي ملحوظاتو لاندې را نه شي.
په دې مهمه ناسته کې د یونیسف په ګډون د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو استازو او د څو هېوادونو سفیرانو هم شتون درلود. دواړو خواوو د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا او د ګوزڼ د واکسین د تطبیق په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي چې اوس په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. دوی ژمنه کړې چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې به د مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
#افغانستان #عامه\_روغتیا #نړیوال\_سازمان
🌐