د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې په نورستان ولایت کې زرګونه کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی. دا مهمه پروژه په اسیا کې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو د دفتر په مالي ملاتړ پیل شوې ده.
پاکو اوبو ته لاسرسی کورنیو سره مرسته کوي ترڅو د خطرناکو ناروغیو د خپریدو مخنیوی وکړي. تر دې وړاندې د سیمې خلک د ککړو اوبو د کارولو له امله له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ وو چې اوس وضعیت ښه شوی دی.
پرله پسې وچکالیو او اقلیمي بدلونونو په افغانستان کې د اوبو د کمښت بحران په شدت سره زیات کړی دی. نړیوالو بنسټونو تل خبرداری ورکړی چې د زیربناوو کمزورتیا دې بنسټیزې اړتیا ته لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.
#افغانستان #نورستان #پاکې\_اوبه
🌐