امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې رحمان الله لکنوال، هغه افغان تبعه چې په امریکا کې په ډزو تورن دی، په زندان کې د نه خوړلو له اعتصاب وروسته روغتون ته لیږدول شوی دی.
د محکمې قاضي اعلان کړی چې د دغه افغان روغتیایي وضعیت ډیر خراب دی ځکه چې هغه د خوړو او حتی اوبو څښلو څخه ډډه کړې ده او اوس مهال تر سختې درملنې لاندې دی.
هغه د افغانستان د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی و او د طالبانو د حکومت له واکمنۍ وروسته امریکا ته کډوال شوی و. امریکایي چارواکي اوس مهال د هغه لپاره د اعدام سزا غوښتلو په اړه غور کوي.
🌐 #کډوال #افغانان #امریکا #بندیان #حقوق