په تیره یوه اونۍ کې د سرطان له پنځلسمې تر یو ویشتمې نیټې پورې، د افغانستان په اتو ولایتونو کې د ترافیکي پیښو له امله شپږ ویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. راپورونه ښيي چې په دې پیښو کې شپږ اتیا کسان نور ټپیان شوي دي.
دا مرګونې پیښې ډیری په زابل، سمنګان، هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې رامنځته شوي دي. د دې پیښو اصلي لامل په لویو لارو کې د مسافر وړونکو موټرو چپه کیدل بلل شوي دي، چې له امله یې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وروستیو میاشتو کې د ترافیکي پیښو بې ساري زیاتوالي جدي اندیښنې راپورته کړي دي. د روان کال له پیل راهیسې لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور روغتونونو ته وړل شوي دي.
🌐 #افغانستان #ترافیکي\_پیښې #مرګ\_ژوبله