د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې له پاکستان څخه قاچاق شوي درمل نیول شوي او سوځول شوي دي. ځايي سرچينو زاويه نيوز ته ويلي، چې قاچاقبرو غوښتل دغه پاکستاني درمل افغانستان ته داخل کړي، خو د طالبانو ځواکونو نیولي او سوځولي دي.
د راپور له مخې، دا عملیات د طالبانو ځايي جنګياليو د تلاشۍ پر مهال ترسره کړي دي. دا ګام د طالبانو د حکومت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د قاچاق پر وړاندې مبارزه کوي او هېواد ته د بې
کیفیته او غیرقانوني توکو د راوړلو مخه نیسي.
د درملو ترڅنګ، ویل کېږي چې شل بوجۍ انساني وېښتان هم چې له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کېدل، نیول شوي او له درملو سره یوځای سوځول شوي دي. له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د انساني وېښتانو قاچاق یوه غیرقانوني خو عامه سوداګري ده.
ننګرهار ولایت له پاکستان سره د اوږدې پولې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د قاچاق یوه مهمه لار ګڼل کېږي. د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د پولو د کنټرول او د هر ډول قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمن دي.
په ننګرهار کې د طالبانو رسمي چارواکو تر اوسه د دغو درملو د ارزښت او د عملیاتو د نورو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د قاچاقي او بې
کیفیته درملو پر وړاندې مبارزه د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره یوه جدي ننګونه ده، ځکه چې دا ډول درمل اکثرا د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښوي.
سرچینه: زاویه نیوز
🌐