د دایکنډی ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ ځایی سرچینو تایید کړې چې یوه یو ویشت کلنه نجلۍ له یوه هلک سره د تیښتې د هڅې په خاطر د خپل پلار لخوا په ډزو وژل شوې ده.
ویل کیږی چې دې نجلۍ غوښتل له یوه هلک سره کابل ته وتښتی، خو په لاره کې وپیژندل شول او د طالبانو د حکومت حوزې ته ولیږدول شول. کورنۍ ته د نجلۍ له سپارل کیدو وروسته، پلار یې دا جنایت ترسره کړ.
په دایکنډی کې د اجباری ودونو له امله د واده په موخه د ځوانانو تیښته په یوه عادی خبره بدله شوې ده. د طالبانو حکومت دا کار جرم ګڼی او هغه کسان چې له کوره تیښته کوی، په سختۍ سره مجازات کوی.
#دایکنډی #افغانستان #میرمنې #بشری\_حقونه
🌐