ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت له اپریل څخه تر جون میاشتې پورې پر افغان رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي. په دې موده کې درې خبریالان نیول شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت لږ تر لږه د نهو رسنیو پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي. د راډیو لونګ تعلیمي خپرونې بندې شوې او د بامیان راډیو هم د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده.

همدارنګه د راه فردا تلویزیون فعالیت ځنډول شوی و او وروسته بیا پیل شو. په کندهار او غزني ولایتونو کې اوو راډیوګانو د جواز نه درلودلو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي. دې وضعیت د رسنیو په ټولنه کې اندیښنې زیاتې کړې دي.

#افغانستان #خبریالان #بشري\_حقونه #رسنۍ

🌐

Author