د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د هیپاتیت ویروس لا هم د زرګونو افغانانو روغتیا ګواښي. د هیپاتیت د نړیوالې ورځې په مناسبت، دې بنسټ اټکل کړی چې تر دوه زره او پنځه ویشتم میلادي کال پورې به په افغانستان کې شاوخوا نهه پنځوس زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شي.
یاد سازمان ټینګار کوي چې د نویو پیښو د کمولو لپاره د عامه پوهاوي لوړول او په روغتونونو کې د تشخیص او درملنې خدماتو ته لاسرسی اړین دی. د هیپاتیت ویروس معمولا د ګډو ستنو او غیر صحي طبي تجهیزاتو له لارې لیږدول کیږي.
هیپاتیت په ټوله نړۍ کې یوه له وژونکو ناروغیو څخه ده، مګر د خلکو پوهاوی د هغې په اړه خورا کم دی. د دې ویروس بیلابیل ډولونه، په ځانګړې توګه تور زیړی، په افغانستان کې ډیر عام دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
#افغانستان #روغتیا #هیپاتیت
🌐